آسترالیا کې د داعش غړي نیول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – آسترالیا: د آسترالیایی رسنیو ریپورت پر بنسټ د آسترالیا امنیتي ځواکونو په ویکتوریا ایالت کې د داعش ډلې درې غړي نیولي دي.
د رسنیو په وینا، نوموړي هغه مهال نیول شوي چې غوښتل یې خونړې برید ترسره کړي.
د امنیتۍ سرچینو په وینا دغه کسان له څه مودې راهیسې تر تعقیب لاندې وو، خو تر ډېرو پلټنو وروسته معلومه شوه، چې دوی د یوه ستر خونړي برید پلان درلود.
دوی غوښتل چې په عامه ګڼه ګوڼه او لویو جشنونو کې چاودنې وکړي خو موخې ته تر رسېدو مخکې ونیول شول.
پولیسو ویلي چې له یادو درېیو کسانو لا ډېرې پلټنې روانې دي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments