یونسکو: په افغانستان کې خبریالانو پر وړاندې تاوتړیخوالې ډیر شوې

comments 0

5 Views

هندوکش – امریکا: د یونسکو رسنیز دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له 2016 نه تر 2017 پورې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې وې.
د خپور شوي خبرپاڼې پر بنسټ، په افغانستان کې خبریالانو ته مرګ ژوبله اوښتې، پر وړاندې یې تاوتریخوالی شوی او ستونزې ورته جوړې شوې دي.
یونسکو په افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې د خبریالانو پر وړاندې روان وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وایي مخ پر ودې هېوادونو او جګړه ځپلو سیمو کې د خبریالانو ځای او فعالیتونو مهم دي او پر وړاندې یې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments