ننګرهار: ۴ داعشیان وژل شوي هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې د دوه بهرنیانو په ګډون څلور داعش وسله وال وژل شوي. ننګرهار ولایت مقام وایي، تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ په ډاګو سیمه کې عملیات کړي. سرچېنه وایې، وسله والو په سیمه کې له افغان ځانګړو ځواکونو سره سخت مقاومت وکړ، چې په پایله کې یې دوه بهرني او دوه افغان داعش جنګیالي وژل شوي، وسلې او مهات یې هم له منځه وړل شوي دي. خبرپاڼه لیکي، داعش ډلې له دغه ځایه د جلال اباد ښار کې هدفي وژنې کولې او ځانمرګي بریدونه یې پلانول. په عملیاتو کې یو افغان سرتیری هم ټپی شوی، خو ملکي خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی. فرهاد شهراني

comments 0

2580 Views

عفوا، هذه المدخلة موجودة فقط في پښتو.

Share this page to Telegram

Comments