له طالبانو د نیول شوي خبریال د خوشې کیدو غوښتنه شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: کابل پریس کلب د رسنیو د یوه ملاتړي بنسټ په توګه د افغان حکومت پر وسله والو مخالفینو غږ کړی، چې په وردګو کې ددوی له لوري نیول شوی خبریال له کوم قید او شرط پرته خوشي کړي. څو میاشتې وړاندې وسله والو طاالبانو د وردګو د سیداباد پر ولسوالۍ برید وکړ، چې پر مهال یې په یاد ولایت کې د یووالي غږ راډیو خبریال شیبراحمد حلیمي هم طالبانو له ځان سره یوړ. له تیرو څو میاشتو راهیسې کابل پریس کلب او د رسنیو نورو بنسټونو د هغه له کورنۍ سره اړیکې لرلې؛ خو هغوی نه غوښتل دا موضوع رسنیزه شي؛ خو اوس د زیات وخت په تیریدو سره بیا هم طالبانو دغه خبریال را خوشي نه کړ. کابل پریس کلب او د خبریالانو نور ملاتړي بنسټونه له طالبانو غواړي، چې شیبراحمد حلیمي پرته له کوم قید او شرط څخه خوشي کړي، ځکه هغه د یوې راډیو خبریال و. پریس کلب له طالبانو غوښتي چې له رسنیو او خبریالانو سره د هغوی همکاري د تېر په څېر مهمه ده او نه باید د جګړې هیڅ لوری خبریالانو ته زیان ورسوي. سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments