سیګار: افغان ځواکونه لا هم کار ته اړتیا لري

comments 0

0 Views

سیګار: افغان ځواکونه لا هم کار ته اړتیا لري
هندوکش – کابل: د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې ادارې (سیگار) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې امریکا له ٢٠٠٢ کال څخه تر اوسه د افغانستان په امنیتي او دفاعي برخو څه دپاسه ٨۴ میلیارده ډالر لگولي، خو دغه ځواکونه لا هم سم نه دي تنظیم شوي.
راپور کې راغلي له افغانستان سره د امریکا د مرسته شویو پیسو د څار د مختلفو بنسټونو ترمنځ لازمه همغږي نشته.
سیگار همدارنګه لیکلي، امریکا افغانان څه ډول چې اړتیایې وه په تصمیم نیونه کې نه دي دخیل کړي او سیستمونه یې د هغوی سره له لازمې مشورې پرته پلي کړي دي.
د سیگار د راپور پر بنسټ په افغانستان کې داسې سیستمونه جوړ شوي چې افغانان د امریکایانو له ملاتړ پرته له هغې څخه د ګټې اخیستلو توان نلري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments