۴۷ سلنه خلک په رواني ناروغي اخته دي هندوکش – کابل: د مې میاشتې شلمه د ذهني روغتیا په اړه د عامه پوهاوي اوونۍ وروستۍ ورځ ده. د یوې نوې سروې پایلې ښیي چې افغانستان کې ۴۷ سلنه خلک په رواني ناروغیو اخته دي. سروې د عامې روغتیا وزارت په ۲۰۱۶ کې پیل او په ۲۰۱۸ کې بشپړه کړې ده. روانه جګړه، فقر، کډوالي او د افغانستان نا مالومه راتلونکې په رواني نارغیو د اخته کېدو لاملونه بلل شوي دي. وزارت وایي، د دغې ناروغۍ د کچې مالومولو په موخه یې لومړی په ۱۵ ولایتونو کې له نږدې ۱۳ زره کسانو سره مرکې کړې دي. پر دې سربیره ۷ سلنه کسان په ژور خفګان اخته دي چې د اندېښنې وړ ده. سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

عفوا، هذه المدخلة موجودة فقط في پښتو.

Share this page to Telegram

Comments