راځئ چې د شهید د اونۍ په لمانځلو سره خپلو شهیدانو ته درناوې وکړو!

comments 0

0 Views

د افغانســـــــــــتان متــــدین ولســـــــه !
د شهید د اونۍ په لمانځلو سره د هیواد د ملي اتلانو د سرښندنو او قربانیو درناوې وکړي.
خدای (ج) شهید ته لوړ مقام او منزلت ورکړی، هر څوک د شهادت درجه نشی خپلولی دا ځکه چې هغه چاته دغه الهی نعمت په برخه کیږي چې د هیواد، دین او ملي نوامیسو په ساتنه او دفاع کې خپل خوږ ژوند نذرانه کړی او دوي به د تل لپاره په بهشت کې د الله (ج) میلمانه وي.
دا ښکاره خبره ده چې دغه راز کسان چې د دین، ولس او هیواد د ښیګنې په موخه یې خپل ځانونه قربانوي د خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای لري او ولس د دوي میړانه او زړورتیا د تل لپاره ستایی، لکه څنګه چې زمونږ حکومت او میړنی ولس هم د شهید مقام ته د درناوې په موخه د کال یوه اونۍ د شهید په نامه نومولی او هر کال یې په ځانګړو مراسمو او د ګلونو په ایښودلو او د شهیدانو وارثینو سره د هر ډول مرستو او خواخوږی په ترسره کولو سره لمانځي.
پدې کې شک نشته چې زموږ ګران اومیړني ولس د تاریخ په اوږدو کې جوته کړي چې هیڅکله به غلیم ته سر ټیټ نکړی او دخپل هیواد او خاورې د دښمنانو هری شومي او ناوړي دسیسي پروړاندي به غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړي.
نو اوس پر مونږ لازمه ده تر څو د خپلو شهیدانو او اتلانو پر قدمونو پل کیږدو او د هغوي لاره تعقیب کړو او د خپل هیواد د سولې او ثبات دښمنانو ( طالب ، داعش او دوي ته ورته نورو ترهګرو ډلو) پر وړاندې چې د بهرنیو هیوادونو په ځانګړی توګه د پاکستانی پوځیانو او استخباراتي کړیو په لارښوونه تل هڅه کوي تر څو د دوي د ناوړو موخو لپاره زمونږ ولس او هیواد له سترو ننګونو او ستونزو سره مخامخ کړي په کلکه ودریږو او خپل دیني او دنیاوي مسوولیت ادا او د خپلو شهیدانو ارمانونه پوره کړو.
نو زموږ هیله اوغوښتنه له خپل میړني ولس څخه دا ده ترڅو خپل ملی یووالی وساتي اود یوه بیرغ او چتر تر سیوري لاندي د خپلی خاوري دفاع اوساتني ته چمتو واوسی، ځکه چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی هغه که په هري ژبی او نژاد پوري تړاو ولري خو بیاهم افغان دی نو د دی هېواد ساتنه یوازی د امنیتی ځواکونو دنده نه بلکه د دی خاورې او هیواد هربچۍ ایمانی اوانسانی مسوولیت لري ترڅو د خپل هیواد او ولس د دښمنانو پر وړاندې د هیواد له ځمکنۍ بشپړتیا او ملی نوامیسو څخه ساتنه وکړي .
د یو آباد او سرلوړی افغانستاه په هیله
په درناوی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *