توجه روسیه و ایران در عرصه تبلیغات طالبان نشانه غلامی است: فرید الله علیزی

comments 0

0 Views

د طالبانو وحشتونو ته د روسي او ایرانۍ رسنیو له وروستي خبري پوښښ څخه به شونې ده ډيرو ته معلومه شوي وي چې پاکستان،ایران او روسيي د طالبانو په شتون کې د خبيثه مثلث په لړ کې هڅې پیل کړي دي چې په افغانستان کې د نيابتي جګړې نوې جبهه پرانیزي. د داعش په اړه له ایراني رسنیو سره د طالبانو مرکې بيخې ډیرې شوي دي ان تر دې چې پوره اته لس مخه مرکې ترتيب کيږي حال دا چې په ټول کې داعش ته ټوله زمينه سازې طالب کړې د بیلګې په ډول بهرني ترهګر طالبانو راوستل، ويي پالل،ويي روزل او بیا له دوی داعش ته ولاړل، د داعش درې واړه مشران حافظ سعيد،حسيب لوګری او نوی ټاکل شوی مشر يي اسلم فاروقي درې واړه د طالبانو کسان وو، په ننګرهار کې مردار شوی سعد امارتي يو له هغو کسانوڅخه وو چې په لوګر کې يي له لسګونوتنو د طالب په ننګه سرونه غوڅ کړل….بله باريکي داده چې د معاويه ازبکستاني په وروستي لیک کې ښکاره ويل شوي دي چې داعش اوس د پاکستان داستخباراتي ډلې په لاس کې دی او نوی مشر هم آی اس آی ددې لپاره ټاکلی دی چې په افغانستان کې د هر برید تر کولو وروسته يي مسولیت له طالبه ور چپ کړي پر داعش يي ور واړوي څو داعش ایران او روسيي ته غټ وښودل شي او د خبيثه مثلث دنيابتي جګړې پروژه په سم ډول پر مخ ولاړه شي.
ایران او روسیه چې هرڅه کوي دا باید هیره نه کړي چې په تروریزم باندې به هيڅکله نه جګړه وګټلی شي او نه به هم ځان پرې خوندي کړای شي ځکه دوی ته پاکستان يوه ښه تجربه ده، پاکستان ترهګر خصوصا طالبان د بهرني سياست یوه برخه وګرځول خو په نړۍ واله سطحه دومره په شرمونو وشرميد چې په امریکا کې يي سفير ته خلک له خندا شنه وو او د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان په غونډه کې خو يي لومړي وزیر ته څوک ورپورته نشول او پایله يي هم دا شوه چې پاکستاني طالبان هم پیاوړي شول او اوس دردګرده پاکستانيان وژني.
په زاهدان کې طالبانو ته د ایران له لوري د جلب او جذب د دفتر ورکړه او هلته د مولوي نيک محمد نومي طالب شتون، په مسکو کې له طالب مشرانو سره د روسيي داستخباراتي ادارې پټې ناستې او…. په ټول کې ددوی په زيان دي ، ترهګر خپليږي نه خو ایران او روسیه به په افغانستان کې د پاکستان په پرتله هم له ډيرې کرکې سره مخ شي.
نو څومره چې ایراني او روسي رسنۍ د طالبانو وحشتونو ته پوښښ ورکړي، له ویاند يا يي قومندانانو سره مرکې وکړي همدومره باید افغانان دا مسله درک کړي چې د طالب جګړه د افغانستان او اسلام لپاره نه ده بلکه طالب د يوې پردۍ تپلشوې نيابتې جګړې د پر مخ بیولو تړون د پنجاب پر مټ له ایران او روسيي څخه اخیستی دی.
ایران دا هم باید هیره نه کړي چې د دوی د بلوڅان جيش العدل او ځينو نورو حرکتونو همدا اوس د پاکستان په کوټه کې منظم دفترونه پرانيستل شوي دي، آی اس ای له عربانو د شيعه ایزم پر ضد پيسې را ټولوي او بیا پر همدې ډلو ويشل کيږي.
روسيه باید دا په ياد وساتي چې ازبکستاني ترهګر ډير ژر په آمو ور اوښتونکي دي دوی به يي په طالبانو ځکه مخه ونشي نیولی چې همدا ترهګر د طالب په څير په پرمختللو تکتيکونو بلد دي او په توره بوړه کې د طالبانو تيښته او ماتې ددې ښودنه ګوي چې تر دوی داعش د وسلو،روزنې او تعهد له درکه برلاسي دي.
روسان دا هم باید هیر نه کړي چې د تاجکستان ډيری وګړي همدا اوس يو ډول نه يوډول له طالبانو سره پټې اړيکې لري همدې طالبانو تاجکستانيانو او چچنيايانو ته شپې ورکړې، روزنې يي ورکړې او ددوی په سر يي د نړۍ بدي واخيسته نو که په افغانستان کې پر داعش د روسانو فشار طالباني بڼه غوره کوي دوی باید دا هم په ياد وساتي چې په چچن او تاجکستان کې به هم ډير ژر د وحشت ناره پورته شي.
نو له ترهګرو سره مرسته هيڅکله تروریزم له منځه نشی وړی ځکه کله چې مطلق عقيدوي طالب د ایران او روسيي خپليدای شي که لږ امتیاز ور ډير شي همدا ننۍ دښمنه امریکا، بريټانيااو بل هر دریم هیوادچې پټې او ښکاره پروژې لري کولای شي ترهګر ور خپل کړي، ښه به وي چې دا درې واړه هیوادونه چې پاکستان هم په تروريزم او هم يي د له منځه وړو په ډنډوره کې ښکيل دی، ایران له ډاره په لړزا دی او روسيه خو بیخي ناارامي په مخه کړې د تورې بوړې له وروستۍ نښتې په درس اخيستو سره مطلق تمرکز افغان حکومت ته کړي څو په سم او قانوني ډول ترهګر وځپل شي او په بديل فکر وشي.
که په بديل فکر ونشي په طالب د داعش له منځه وړل بیا هم په سيمه کې افراطيت ته زمینه سازي ده او کله چې غواړو د هوساينې لپاره لاس په کار شو باید لومړی سيمه له افراطیت څخه وژغورل شي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *